جاپانی ساينسپوه: د زمزم اوبه بې ساري دي

 

که د زمزمو يو څاڅکى په زر څاڅکو عادي اوبو کې واچول شي نو دا ټولې اوبه د زمزم خواص خپلوي.

 
ژباړه: قدرت الله
 

د جاپان د يوه ستر ساېنس پوه، ډاکټر مسارو اېموټو، د څېړنو له مخې په زمزم اوبو کې داسې ځانګرتياوې شته چې د نړۍ پرمخ په نورو اوبو کې بېخي نه ليدل کېږي. نوموړي دا ډول څېړنې د نينوټامي ټکنالوژۍ په مرسته ترسره کړي. دغو څېړنو ښودلې چې که د زمزمو يو څاڅکى په زر څاڅکو عادي اوبو کې واچول شي نو دا ټولې اوبه د زمزم خواص خپلوي.

ډاکټر ايموټو په جاپان کې د هيډو د څېړنيز مرکز مشر دى چې اوس د سعودي عربستان په دوره بوخت دى. نوموړي په خپل يو لېکچر کې ويلي دي چې په چاپان کې يې زمزم له يوه عرب مسلمان څخه لاسته راوړې وې چې وروسته يې پرې د ده په وينا يو لړ څېړنې ترسره کړې.

دغو څېړنو وښودله چې د زمزم اوبو د بلور (يو ځلا لرونکى معدني جوهر) جوړښت د عادي اوبو له هغه څخه خورا ډېر توپير لري. د دې ساينس پوه د څرګندونو له مخې په نړۍ کې هېڅ ډول اوبه زمزم اوبو ته ورته نه دي.

 نوموړي د يوه لابراتواري ازمېښت په مرسته معلومه کړې چې د زمزم اوبو د ځانګړتياوو بدلول له امکانه لري دي او نننى ساينس يې هم د لامل له ښکاره کولو څخه عاجز دى. يو بل ازمېښت چې د دې څېړنو په اوږدو کې تر سره شو دا دى چې د زمزم اوبو له ريسايکلينګ (د اوبو تبخيرول او بېرته پر اوبو بدل) وروسته هم د زمزم اوبو د بلور په جوړښت کې کوم تغير رانغى.

د يو لړ نورو څېړنو له مخې جاپاني ساينسپوهانو دا په ډاګه کړې چې پر اوبو تر بسم الله ويلو وروسته په اوبو کې يو حيرانوونکى بدلون راځي. د يوې لابراتواري تجربې له مخې لومړى يوه اندازه اوبه تر يوه پرمختللي مايکروسکوپ لاندې وکتل شوې او بيا پر همدغو اوبو د يوه مسلمان لخوا بسم الله وويل شوه. دا اوبه چې بيا تر مايکروسکوپ لاندې وکتل شوې، د اوبو پخواني بلورونه په ډېرو ښکليو بلورونو بدل شوي ول.

دغو ساينسپوهانو په اوبو يوه بله څېړنه هم کړې. هغه دا چې د يوه مسلمان له خوا يې پر يوه اندازه اوبو د قرآن کريم د آيتونو له تلاوت وړاندې او وروسته لابراتواري ازمېښت کړى چې د اوبو په ماليکولي جوړښت کې عجيبه بدلونونه تر سترګو شوي.

د دې ساينسپوهانو په وينا په اوبو کې هېښوونکې ځانګړنې شته. څېړنو ښودلې چې اوبه د اورېدو، احساسولو، ياد ساتلو او له چاپېريال سره د خپلو خواصو بدلولو وړتيا لري.

که پر اوبو د قرآن کريم آيتونه تلاوت شي، نو پکې د بېلابېلو ناروغيو د علاج وړتيا هم راپيدا کېږي. د دې تر څنګ اوبه د چاپېريال له بدلون سره ځان بدلولاى شي.

ډاکټر ايموټو دا هم ويلي چې د زمکې پر مخ ټول ساکښ او بې ساه مخلوقات له چاپېريال څخه اغېزمنېدلاى شي. د ده په وينا د کايناتو هره ‌ذره شعور لري چې له همدې امله ټول د خپل خالق په ثنا او صفت بوخت دي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

5 تبصره ها

  1. ابومحمد says:

    سبحان الله
    وګوري داسلام هره خبره دکاڼي کرښه ده

  2. NASRAT says:

    Salam realy useful information
    thank you so much

    NASRAT
    KANDAHAR

  3. Anonymous says:

    this is really amazing and useful information.

  4. Anonymous says:

    BA NAME ALLAH
    AS SALAMU AALEIKUM WA RAHMATULLAHE WA BARAKATUH
    KHUDAWAND SHUMA KAR KUNANE MUSLEM WA MUJAHED E QALAMI ESLAHNLINE RA KHEIR BEDEHAD KEH HAR ROOZAH KHANENDAH GANE IEN SAFHAH RA BA MATALEBE BA ARZESH WA AMOCHTANI BAHRAH BARDAR MISAZIED

    AY KASH AFRADI KEH BALAYE KHOOD NAME MUSLEM RA MANDAH WA DAR ASL HIECH AAMALE SHAN BA ISLAM MAWAFEQAT NADARAD BAH MUQADDAS BOODANE IEN DIEN PAK PEI BURDAH WA TAGHIERE JEHAT BEDEHAND TA MELLATE MUSLEM AZ IEN BAD BACHTI HA KEH HAMIN ASHKHASE NA FAHM SABAB IEN SHUDAH, NAJAT YABAND

    BAH OMIDE HUMAN ROOZ
    WAS SALAM

  5. Anonymous says:

    Wow Masha’Allah so useful information

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید