نجلۍ ته له خپل ملګري سره نکاح روا ده که ناروا؟

 

 

مولوی محمد امان رسولی*

  پوښتنه: 

  نجلۍ ته له خپل ملګري  سره  نکاح  روا ده که ناروا؟

ځواب:

 په پيل کې بايد ووايم ، چې د يارانې واده يا ازدواج فرهنګ او رواج په اسلام کې نشته ، قرآن کريم نر او ښځه دواړه له داسې کار څخه منعه کړي دي ، او فرمايلي يې دي ( محصنات غير مسافحين) محصنات غير مسافحات و لا متخذات اخدان)يعنې مسلمان داسې ښځې په نکاح کوي، چې پاک لمنې به وي (نارينه او ښځينه) زنا کوونکي به نه وي او نه به پټې يارانې کوي)ډاکټر يوسف قرضاوي د ازدواج او عشق تر عنوان لاندې جالبه خبره کوي او وايي: چې د عشق او عواطفو ستونزه، چې نن سبا د جنسي ناولونو او عشقي فلمونو پايله ده او ډېرى نجونې په دې کې راګېرې دي او بدبختانه ځيني ځوانان هم دغه ډول فريب کاروي.نو مسلمانو نجونو ته مې دا توصيه ده، چې هېڅکله په دغو دوکو وو نه غولېږي او د خپلو پلرونو او ميندو نصائحو ته دې غوږ کېږي، ځکه ازدواجي اړيکې يواځې پر عواطفو بنا نه دي.بل لور ته مې اولياؤ ته دا وړانديز دى، چې د خپلو لورګانو، خويندو، زامنو او وروڼو غوښتنې له پامه ونه غورځوي، د هغوى رضايت تر لاسه کړي ځکه تحميلي نکاح سمه هم نه ده او راتلونکې هم نه لري، لکه په الهنديه کې چې راغلي دي ( لا يجوز نکاح احد على بالغة صحيحة العقل من اب او سلطان بغير اذنه بکراً کانت او ثيباً…)نو زما په اند يې نکاح سمه ده خو دا پردى کولتور بايد په اسلامي ټولنه کې رواج نه شي او چارواکي يې بايد جدي مخه ونيسي.

 سرچينې: 

سورة النساء ٢٤ ، ٢٥ديدگاه فقهي معاصر (۱/٥٦٦) دکتور يوسف قرضاوي، ترجمه داکتر احمد نعمتي.الهندية (١/٢٨٧) 


       *مولوي محمد امان رسولي د دعوت او جهاد دپوهنتون پخوانی استاد

او اوس په کابل کې د علومو د اکاډمۍ د اسلامياتو د څانګې مسلکي غړی دی.

 

 

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

4 تبصره ها

  1. Anonymous says:

    محترم خان کل
    تا چی څه ليکلی دی هغه اول د دغه مقالی سره هيڅ تړون نه لری. او که ستا د مولوی صاحب سره څه ذاتی مسله وی نو مهربانی وکړه ملاقات ورسره وکړه او يا ورته فون وکړه.
    ستا نوم هم خان کل دی او ماته دی د خان کل لطيفه راياده کړه: وا چی د ک..ی نه دی د خان کل خولۍ سازه کړی ده.
    نو مهربانی وکړه او د اصلاح آنلاين نه د خان کل خولۍ مه سازوه.
    او که په مولوی صاحب کی حتما تاسو کومه غلطی ليدلی وی نو دنيا کی داسی انسان نشته چی غلطی نه کوی. او پکار دا وه چی تا د دی پرده کړی وی ، رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی چا چی په دنيا کی د چا پره وکړه نو الله تعالي به د قيامت په روځ د هغه پرده وکړی.
    تا به هم ډيری غلطيانی کړی وی خو اميد لرم چی الله تعالی د قيامت په روځ ستاسو پرده ونه کړی ځکه چی تا د بل مسلمان ورور پره ونه کړه او رسوا دی کړو.
    خو زما په نظر، مولوی صاحب ستاسو نه سل په سله بهتر دی ، ځکه چی هغه د اسلام خبری کوی او ته د نفاق.
    چی زما په نظر دومره سپک ښکاره شوی نو د نورو ته به څومره سپک ښکاره شوی يی.
    په آخر کی مولوی صاحب ته وايم چی ته او ستاسو په شان ټول عالمان زمونږ په زړونو کی څای لری او الله تعالی دی نور توفيق هم درکړی چی د اسلام خدمت وکړۍ او د خانکل په خبره ستومانه نه شی،
    خان کل د خپلی خولۍ سره پريږده چی !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

  2. Anonymous says:

    خانګل صاحب سلامونه !
    ګرانه داسایت یو اسلامی سایت ده نولطفا دلته داسې الفا‎ظ مه استعمالوه اوبل داچی رسولی صاحب دا خبری له خپلی خیټی نه وی کړی او بله خبره داده چی دمسلمان د شان سره کنڅلې نه ښایی نو دیو کشر ورور په صفت دی درته وایم چه خجالت وباسه .اوښه چه ملا نه پوهېږی ته خوپوهېږې خوته داصلاح آنلاین مېلمه شه اونظردې ورکړه نو په ډېرافسوس بایدووایم چه ډېربې حیثیته یې چه داسې خوشې الفاظ استعمالوې ………..
    ‎نورالحق آرین

  3. Anonymous says:

    MUHTARAM KHAN GUL
    AS SALAMU AALEIKUM

    DIRAH GERANAH WUROORAH
    DA DE TA ADAB AW AKHLAQ DAH TA TAH BA ZAH SAH WEWAYUM

    LOY KHUDAY BA TA TAH NIK HEDAYAT BA WARKLY

    PAH DIER IHTERAMOONAH

  4. Anonymous says:

    BA NAME ALLAH
    AS SALAMU AALEIKUM

    MUTARAM RASOLI SAHEB
    MAN BA SHUMA DAR PESHAWAR ASHNA SHUDAH BOODAM, DAR AN WAQT SHUMA KAR KARDAN BA REJIEME MUZDOORE KUMONIST HA RA HARAM WA KHLAFE ISLAM DANESTAH WA TASHWIEQ BA JEHAD MIEKARDIED

    CHEH TAGHIERE BAH IEMANE SHUMA AMAD KEH BAH KABUL AMADAH BA HUMANGOONAH REJIEME AJIER FAQAT BA TAGHIERE RANG(BA JAYE SURKH ABI,SURKH,SAFIED WA CHANDIEN RANGE DIEGAR)DADAH BA ISTELAHE DIEGAR KHAR HUMAN KHAR AST PALANASH NAW SHUDAH, KAR MIKUNIED

    AGAR SHUMA WAQEAN SUTOON WA KHADEME DIENE ISLAM HASTIED NAZAR BA AHKAME QURAN BAYAD BEDOONE HERAS WA AZ DAST DADANE CHAWKI BARAYE MARDUM ASLE ISLAM RA KEH DAR SHARAYETE FEALI (KUDAM FARQI BA ZAMANE ISHGHALE ROOS HA NADARAD)CHEH MAWQEFE RA DAR MUQABELE IEN REJIEM WA BADARASH DASHTAH BASHAND, TABLIEGH BEKUNIED

    HADAFE MAN BAH HIECH SOORAT TAWHIEN BAH SHUMA NIEST, FAQAT DEINE ISLAMI KHOOD RA ADA KARDAM
    WA HAMIEN TAQAZA RA AZ HAMAH AALEMANE ISAMI MAN DARAM, DAR GHEIRE IEN BA HUKME KHUDA ROOZE HESAB NAZDIEK AST WA KHUDAWAND BEHTARIEN HESAB GIRENDAH AST

    BA TAQDIME IHTERAM

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید