روژه، د صبر ښوونځى

 

ژباړن: محمد آصف احمدزى

روژه د صبر مياشت ده، د صبر ښوونځى دى او روژه د صبر د زده کړې او تمرين لپاره يوه ښه موکه ده، همدا ده چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم دا مياشت د صبر په مياشت نومولې ده او په يو بل حديث کې وايي چې: الصوم نصف الصبر. يانې (روژه نيمايي صبر دى). ترمذي

صبر په درې ډوله دى: د الله تعالى پر اطاعت صبر، د الله تعالى پر محارمو صبر او د الله تعالى له خوا پر دردوونکيو اقدارو صبر او دا درې واړه په روژه کې سره راټولېږي؛ ځکه په روژه د الله تعالى پر اطاعت صبر کېږي، له هغو څيزونو چې الله تعالى حرام ګرځولي له هغو صبر کېږي او پر هغې لوږې، تندې او د نفس او بدن پر کمزورتيا صبر کېږي، له کومو سره چې روژه نيوونکى مخ کېږي.

روژه نيوونکى چې له کومو کړاوونو سره مخ کېږي، پردې الله تعالى اجر او ثواب ورکوي، لکه څنګه يې چې د مجاهدينو په اړه ويلي دي: ذلك بأنهم لا يصيبهم ظمأ ولا نصب ولا مخمصة في سبيل الله ولا يطئون موطئا يغيظ الكفار ولا ينالون من عدو نيلا إلا كتب لهم به عمل صالح إن الله لا يضيع أجر المحسنين. التوبة: ١٢٠ ايت. يانې (دغه (وجوبي متابعت او نهي د مخالفت) له دې امله دى، چې بېشکه دوى چې دي نه رسېږي دوى ته تنده او نه ستوماني او نه لوږه په لاره د الله کې او نه ږدي دوى قدمونه پر کوم ځاى (له ځايونو د کفارو داسې قدمونه) چې په قهر سره راولي (دغه قدمونه) کفارو لره او نه رسېږي دوى ته هېڅ دښمن ته په رسېدلو سره (چې وژل يا بنديان کول يا لوټ کول د هغو دى)، مګر ليکل شوي دي دوى ته په سبب د هر يوه له دغو يادو شيانو عمل نېک، بېشکه چې الله نه خرابوي اجر د نيکي کوونکيو).

روژه خو بيا له دې هم څو برابره زيات ثوابونه لري، ځکه روژه نيوونکيو ته ثواب الله تعالى په خپله ورکوي. په صحيحينو کې له ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت دى، چې نبي کريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: كل عمل ابن آدم له الحسنة بعشر أمثالها إلى سبعمائة ضعف. قال الله عز وجل: إلا الصيام فإنه لي وأنا أجزي به؛ إنه ترك شهوته وطعامه وشرابه من أجلي. يانې: (د هر بني ادم يوه حسنه په لسو آن تر اوه سوو پورې حسابېږي). الله تعالى فرمايي: (مګر روژه، هغه زما لپاره ده او زه به يې ثواب ورکوم، ځکه چې شهوت، خوراک او څښاک يې زما په خاطر پرېښي دي).

ددغه حديث په اړه ابن رجب رحمه الله وايي: (په دغه روايت سره د اعمالو له مضاعفې څخه روژه مستثنا ده، د هر ښه عمل پر سر لس نېکي ورکول کېږي، خو روژه بيا داسې نه ده، چې لس نيکې پرې ورکول شي، بلکې الله تعالى څو برابره او بې حسابه نېکي ورکوي؛ روژه صبر ده او الله تعالى فرمايلي دي: : إنما يوفّى الصابرون أجرهم بغير حساب. الزمر: ١٠ ايت. يانې: (بېشکه هم دا خبره ده چې پوره ورکول کېږي صابرينو ته اجر د دوى بې حسابه).

له دې څخه د روژې او صبر ترمنځ ټينګه اړيکه په ډاګه کېږي، روژه د صبر د اخلاقو د پيدا کولو لپاره يوه ښه لاره ده، هغه لوړ اخلاق دي چې الله تعالى ورباندې امر کړى او درجه يې لوړه کړې، په خپل کتاب کې يې زياته يادونه ترې کړې، څوک چې صبر کوي، هغه يې ستايلي او د زيات اجر ژمنه يې ورسره کړې ده.

الله تعالى فرمايي: واصبر وما صبرك إلا بالله. النحل: ١٢٧ ايت. يانې (او صبر کوه! او نه دى صبر، مګر په (توفيق) د الله سره). ولمن صبر وغفر إن ذلك لمن عزم الأمور. الشورى:٤٣ ايت. يانې ( خامخا هغه څوک چې صبر (او تحمل يې وکړ په ظلم او ازار) او بښنه يې وکړه، بېشکه دغه (صبر، غفران او عفو) خامخا له عزم الامور غوره کارونو څخه دي. يا أيها الذين آمنوا اصبروا وصابروا. آل عمران: ٢٠٠ ايت. يانې (اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړى دى (اى مومنانو!) صبر کوئ (په طاعت، مصيب او له معصيته) او ټينګ اوسئ! په صبر (د کفارو په مقابل کې). وبشّر الصابرين. البقرة: ١٥٥ ايت. يانې. (زېرى ورکړه صابرينو ته).

نبي کريم صلى الله عليه وسلم ويلي: څوک چې صبر کول وغواړي، الله تعالى د صبر کولو توفيق ورکوي، هېچا ته له صبر پرته بله ښه او پراخه ډالۍ نه ده ورکړل شوې.

امير المومنين حضرت عمر بن الخطاب رضي الله عنه ويلي چې موږ تر ټولو ښه ژوند په صبر کې وموند. همدارنګه يې ويلي، چې تر ټولو ښه ژوند مو چې پيدا کړ، هغه د صبر و، که صبر له سړيو څخه و، نو ډېر کريم به و.
حسن رحمه الله ويلي: صبر د خير له زېرمو څخه يوه زېرمه ده، الله تعالى يې نه ورپه برخه کوي، مګر کريمو بندګانو ته.

محتسب روژه دار له خپلې روژې څخه د صبر په اړه ډېر زيات درسونه زده کوي، هغه خپل خوراک، څښاک او شهوات پرېږدي، په همدې سره پر صبر عادت کېږي او خپل نفس له شهواتو څخه په ځان ساتنې عادت کوي.

محتسب روژه دار ته که ازار ورسېږي او يا څوک کنځا ورته وکړي، نو په غوسه کېږي نه او نه هم د بدو پروړاندې بد کوي، دغه کار يې پر نفس هېڅ اغېز نه کوي او که څوک ورته ازار او يا کنځا وکړي، نو د هغه پروړاندې يې چوپتيا داسې معنا ورکوي، لکه چې ورته وايي: هرڅه چې کوې، کوه يې، ما له خپل رب سره د روژې پرمهال ژمنه کړې، چې خپله ژبه او نور غړي به له بدو ساتم، نو ولې پر خپلې ژمنې ونه درېږم او لکه ما ته دې چې بد راورسول، تاته يې ولې در ورسوم. لئن بسطت إليّ يدك لتقتلني ما أنا بباسط يدي إليك لأقتلك ..  يانې: (که دې د وژلو لپاره لاس را اوږد کړ، نو زه د وژلو لپاره لاس نه دراوږدوم.
محتسب روژه داره هېڅکله د روژې پرمهال نه بې حوصلې کېږي او نه د هغو په څېر دى، چې صبر نه لري او ګومان کوي، چې روژه عذاب دى، پر مازې خبره بې کنټروله او اعصاب له لاسه ورکوي؛ خو محتسب روژه دار بيا داسې نه وي، بلکې نفس يې ارامه وي، غړي يې په سکون کې وي، زړه يې راضي وي، د ستړتيا حس نه کوي، ځکه روژه يې د الله لپاره ده، صبر يې د الله لپاره دى او ثواب به يې هم الله تعالى ورکوي.

روژه دار محتسب امت، د روژې له لارې د نظم او صبر پر نظام ځان پوهوي او د عاداتو له بنده ځان راخلاصوي.
دلته ده چې موږ د صبر په زده کولو کې د روژې اغېز وينو، کله چې د روژې له لارې پر صبر عادت پيدا شي، نو په ژوند کې برياليتوب ترلاسه کوي، بيا يې ټول امت ته خير رسېږي او که ناصبري غوره شي، نو د ژوند په ډګر کې به له برياليتوب څخه بې برخې شي.
بله دا چې انسان – هر انسان چې وي – بې له صبره چاره نه لري، ځکه هغه به له بېلابېلو ناروغيو سره مخ کېږي، مال به يې ورکېږي، اولاد به يې مري او په عام ژوند کې به له جګړو او نورو ستونزو سره مخ کېږي؛ خو ددې ټولو سختيو پر وړاندې که څوک پر صبر کولو نه وي عادت، نو په ګړنګونو کې به ولوېږي او ترې وتلى به نه شي.
همدارنګه انسان د ژوند په ډګر کې له شهوتونو سره مخ کېږي؛ نو که د صبر زغره او د ايمان وسله ورسره نه وي، نو لرې نه ده چې پرې ککړ به شي.

هغه چا چې د دعوت او اصلاح لاره  يېخپله کړې وي او له حق څخه د دفاع منبر وي، هغوى خو صبر ته لا ډېره اړتيا لري، ځکه چې په دې لاره کې داسې خنډونه رامنځته کېږي، چې د لوړو همتونو له خاوندانو پرته يې بل څوک نه شي ګاللى، ځکه چې په مفسدينو کې سرکشه کسان او بدې ژبې شتون لري، چې پر وړاندې يې بايد له زغم او صبر څخه کار واخيستل شي.
دعوتګر بايد د خپلو هڅو پايلو ته بې صبري او عجله ونه کړي، ځکه د پايلو عاجله او ژر غوښتنه کله سرچپه پايلې له ځان سره لري، چې زيان به يې له ګټې ډېر وي.

دعوتګر او مصلح ته چې کله هم د صبر اړتيا پيدا شي، نو د عزم او ثبات چينې يې راخوټيږي.
نو ويلاى شو، چې صبر له لوړو اخلاقو او سترو عبادتونو څخه ګڼل کېږي، تر ټولو ستر، ستايل شوى او د ښې پايلې صبر د الله تعالى اوامر پرځاى کول او له نواهيو څخه يې منعه راوستل دي؛ ځکه په دې سره طاعت بشپړېږي، دين سهي کېږي او د ثواب لامل ګرځي. که څوک په طاعت کې له صبر کولو ډډه او يا سستوب کوي، نو اصلاح او سمون يې نه په برخه کېږي او نه هم ښېګڼه ويني.

که پر چا يو مصيب راځي او څه له لاسه ورکوي، نو بايد چې صبر ته، چې همدا ستايل شوى صبر دى، مخه کړي او په دې وخت کې د الله تعالى ذکر وکړي او استغفار وغواړي.

سل افسوسه د هغه چا په حال دى، چې روژه پرې تېره شي، خو بښنه ونه شي.. دا ولې؟ ځکه روژه يو فرصت او موکه ده، چې شايد بيا رانه شي او کله ناکله داسې هم کېږي، چې هېڅ راونه ګرځي.

هغه پوښتنه، چې تل مې په ذهن کې ګرځي داده چې:
څوک په روژه کې توبه وباسي؟!
که په روژه کې د الله خواته ور نه شو

او توبه ونه باسو، نو دا کار څه وخت کوو؟! کله.. او څه وخت..؟!!
اې مسلمانانو! (لا تكونوا كالتي نقضت غزلها من بعد قوة أنكاثا). يانې: (مه کېږي تاسې (په نقض د عهد کې) په شان د هغې (ښځې) چې بېرته به يې اومه کول تارونه ورېشلي خپل، وروسته د محکموالي (د هغو په تاوولو د هغو سره) حال دا چې ټوټې وي).

په پاى کې وايم، چې د روژې مبارکه مياشت دغه ځانګړتياوې او صفتونه لري، نو بايد چې له رخصتېدو سره يې د هر روژه نيوونکي له سترګو اوښکې روانې شي او زړونه ورپسې غمجن او خپه شي.

No related posts.

 

اړوندې ليکنې

  • No Related Posts
 
 

1 تبصره ها

  1. عصمت الله رسولی says:

    تشكر از زحمات شما همیشه کامیاب باشند
    سوال دارم؟ دوحدیث همرای ترجمه درباره هستی کائنات

 
 

نظر خود را در باره مضمون بنویسيد

 

لطف برای هر گونه سوالات دینی خود از ایمیل Fatwa@eslahonline.Net استفاده نمائید

برای تماس با مسئولین اصلاح انلاین از ایمیل info@eslahonline.Net استفاده نمائید